آی ام
اف (نړيوال څارونکی فنډ) وايي، چې د کابل بانک د ستونزو د اواري لپاره بايډ لومړی
دغه بانک د دولت له خوا تمليک شي او بيا له دولتي منابعو څخه له سره تمويل شي او
بيا چې څومره زر ممکن وي ، دغه بانک دې وپلورل شي. د آی ام اف څارونکي چې کابل ته
د کابل بانک د ستونزو د ارزونې په موخه راغلي وو، د سه شنبې په ورځ دا خبره په
ډاګه کړه. آی ام اف له دولت څخه وغوښتل ،چې د کابل بانک د ستونزې د اواري لپاره دې
يوه روښانه، شفافه او معقوله پاليسي غوره کړي. خو افغان چارواکي وايي، چې دوی د
کابل بانک بشپړ ملاتړ کوي او د بانک مشتريانو ته ډاډ ورکوي چې د بانک له خوا ورکړل
شوي پورونه ټول سالم دي او له دوی څخه غوښتنه کوي چې نورو بانکونو ته دې نه ځي.
په کابل
بانک کې، چې د افغانستان تر ټولو لوی خصوصي بانک و، پر شېرخان فرنود(د پوکر نړيوال
لوغاړی) او خليل الله فېروزي برسېره د ولسمشر
کرزي ورور محمود کرزی او د مارشال فهيم ورور محمد ياسين هم لويه ونډه لري.
د
افغانستان بانک رييس وايي، چې کابل بانک د 540 ميليون ډالرو په ارزښت پورونه ورکړي
، خو آی ام اف دپورونه کچه د 900 ميليون ډالرو شاوخوااټکل کوي او وايي چې زياتره پورونه ښايی
بېرته ترلاسه نه شي . دغه پورونه دمعاملو له لارې په غير قانوني توګه ځانګړيو
کسانو ته ورکړل شوي ، چې يو يې په خپله محمود کرزی دی.
وروستي