د بحرين په لاريونو کې دوه تنه مړه او پنځوس تنه ټپيان شول



له څلورو ورځو راهيسې د بحرين په پلازمينه ماناما کې د حاکم بادشاه پر ضد لاريونونه روان دي. پرون پوليسو دلاريون کوونکو د شړلو او ګډوډولو لپاره له اوښکې بهونکي ګاز څخه کار واخيست او د شپې يې د ماناما له چوک سره څېرمه د لاريون کوونکو کمپونو ته نږدې چاودنې ترسره کړې او سيمه يې کلابند کړه. مخالف ګوند وايي، چې د پوليسو د پرونيو بريدونو له امله دوه تنه لاريون کوونکي وژل شوي او پنځوس تنه نور ټپيان شوي دي.
لاريون کوونکي په بحرين کې د شاهي نظام د پای او سياسي اصلاحاتو غوښتنه کوي.