د (سي
بي اس) خبري شبکې د يوه پاکستاني چارواکي
له خولې خبر ورکړ، چې د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې ريمونډ ډاويس ته سياسي مصؤنيت
ورکړي او له بنده يې خوشې کړي. نوموړي چارواکي چې د نامه له څرګندېدو يې ډډه کړې،
ويلي چې وروستۍ پرېکړه د لاهور د محکمې په لاس کې ده.
ريمونډ
ډاويس تېره مياشت په لاهور کې له ځان څخه د دفاع په نامه دوه تنه پاکستانيان په
ډزو ووژل، چې وروسته نوموړی د پاکستاني پوليسو له خوا ونيول شو . امريکې له
پاکستان څخه وغوښتل چې نوموړی د سياسي مصؤنيت له مخې خوشې کړي ، خوپاکستان وويل چې
ډاويس دېپلومات نه دی او د هغه له خوشې کولو يې ډډه وکړه.په وروستيو ورځو کې د
پاکستان او امريکې اړيکې د همدې خبرې پر سر ډېرې ترينګلې شوې . تېره ورځ د امريکې
په سنا کې د بهرنيو اړيکو د جرګه ګۍ مشر سناتور جان کېری د همدې مسألې د اواري
لپاره پاکستان ته راغی او له بېلا بېلو چارواکو سره يې وکتل. داسې ښکاري ، چې کېري
د ډاويس په خوشې کولو بريالی شوی وي.
وروستي