درې تنه ترکي انجينيران
د کرکوک په ښار کې د وسله والو کسانو لخوا تښتول شوي دي. د عراق امنيتي سرچينو د
رېپوټونو له مخې دغه کسان د کرکوک په ښار کې له څو تنو نورو ترکي کارکوونکو سره په
يوه کور کې اوسيدل، چې وسله والو يې پر کور بريد کړی او ياد شوي کسان يې له ځانه سره بيولي دي.
ياده شوې امنيتي سرچينه
وايي، چې دغه ترکي ښاروندان بې له قانوني اجازې څخه دلته اوسيدل. دا څرګنده نه ده
، چې دغه ترکي انجينيران ، چې درې واړه د استانبول اوسيدونکي دي، د څه لپاره تښتول
شوي دي.
کرکوک په عراق کې د
تيلو له درکه بډايه سيمه ده او اوسيدونکي يې کردان دي، چې له ترکانو سره دښمني
لري.
وروستي