د روسانو د وتلو ورځ هېره شوه



پرون د سلواغې شپږ ويشتمه په افغانستان کې د روسانو د ماتې او د روسي پوځيانو د وتلو ورځ وه او نور کلونه به تر يوې کچې پورې دا ورځ لمانځل کېدله. خو پرون د افغانستان د دولت او همداراز نورو ارګانونو له خوا دا ورځ هېڅ ياده نه شوه او لمانځل يې بيخي پر ځای پرېښودل شول.
که څه هم يو شمېر کسان په داسې وخت کې چې د څه باندې څلوېښتو هېوادونو سرتېري په افغانستان کې پراته دي ، د ازادۍ د ورځو لمانځل نا مناسب ګڼي ، خو افغان دولت چې د تنظيمواکۍ ورځ په ډېر دوم او دا م لمانځي د دې ورځې نه لمانځل داسې اټکلونه راپورته کوي ، چې ښايي روسيې ته د ولسمشر کرزي وروستی سفر به د هېرېدلو اصلي لامل وي.