په بحرين او ليبيا کې ﻻريونونه شوي

په مصر کې د خلکو د ﻻريونونو  مثبتو پايلو ،په عربي نړۍ او ايران کې هم خلک ﻻريونونو ته هڅولي دي. په بحرين کې په زرګونو خلکو نن ورځ هم د درېيم ځل لپاره غواړي د دغه هېواد په پلازمېنه منامه کې ، ﻻريونونه تر سره کړي. د بحرين په ﻻريونونو کې تر اوسه  دوه تنه وژل شوي دي.
د العربيه خبري رسنۍ د رېپوټونو پر بنسټ د ليبيا په دوهم لوی ښار بنغازي کې هم د دولت ضد ﻻريونونه شوی، چې د پوليسو سره په نښته کې څوارلس تنه ټپيان شوي دي.