تر هغې
وروسته چې سناتور جان کېري د پاکستان د بهرنيو چارو له پخواني وزير شاه محمود
قريشي سره وکتل ، قريشي يوه خبري کنفرانس ته وويل چې د امريکايي دېپلومات (رايمونډ
ډاوېس ) مسأله اوس د پاکستان لپاره د عزت او حيثيت موضوع ګرځېدلې ده او دوعا يې
وکړه چې الله (ج) دې پاکستان ته د سرلوړي ژوند توان ورکړي.
ده وويل
، چې جان کېري د پاکستان دوست دی او د پاکستان په اړه ښه نظر لري.قريشي د ځان په
اړه هم خبرې وکړې او ويې ويل ، چې په تېرو دريو کلو کې ده د پاکستان او امريکې د
اړيکو د ښېګڼې لپاره دېر کار کړی دی .
د جنوري
په 28 نېټه امريکايي دېپلومات رايمونډ ډاوېس په لاهور کې دوه تنه پاکستانيان په دې
نامه ووژل ، چې د ده د تښتولو هڅه يې کوله. ډاوېس اوس د پاکستان په زندان کې پروت
دی ، خو امريکا وايي چې نوموړی دېپلوماتيک مصوونيت لري او بايد راخوشې شي. همدا
مسأله د پاکستان او امريکې تر منځ د ترينګلتيا لامل ګرځېدلې ، او له همدې امله د
پاک ـ افغان او امريکې درې اړخيزه خبرې هم وځنډېدې.
وروستي