د افغانستان، پاکستان او امريکې درې اړخيزه خبرې به له پاکستان پرته ترسره شي



په امريکا کې د افغانستان سفارت وياند عبدالجليل غفوري وايي، چې د افغانستان ، پاکستان او امريکې تر منځ درې اړخيزه خبرې به د فبروري د مياشتې په 23/ 25 نېټه د پاکستان له ګډون پرته ترسره شي او د امنيت او زراعت پر مسايلو به بحث وشي.
څو ورځې وړاندې په عامه چارو کې د امريکې د بهرنيو چاورو وزارت مرستيال فليپ کراولي وويل، چې په پاکستان کې د يو شمېر سياسي بدلونو له امله درې اړخيزه خبرې د يوه بل وخت لپاره وځنډول شوې. د خبرو د ځنډولو اصلي لامل د دوو پاکستانيانو د وژلو په تور  د (رايمونډ ډاوېس ) په نامه د يوه امريکايي دېپلومات نيول کېدل دي.