خبري رسنيو د
تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې ، د دوو تنو ښځو د نيولو خبر ورکړی دی. دغه ښځې ،
چې يوه يې 31 کلنه او بله يې 37 کلنه ده، د تاجکستان د حزب التحرير لپاره يې تبليغات
کول.
د التحرير حزب غواړي
په منځنۍ اسيا کې بېرته د خلافت دود راولي. د التحرير ګوند، چې د سختدريځو
اسلامپالو ګوندو په لست کې ښودل شوی، پر فعاليت باندې يې په تاجکستان کې بنديز
لګيدلی. د انټرفاکس خبري رسنۍ د رېپوټونو له مخې په تير 2010 ز کال کې 150 تنه اسلامپاله د سختدريځۍ په تور نيول شوي دي او په بند
کې دي.
وروستي