په
لندن کې د ټايمز ورځپاڼه د امريکې د دفاع وزارت په حواله خبر ورکوي، چې ټاکل شوې د
د روان کال تر پايه پورې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال
پتريوس له خپلې دندې لرې شي او پر ځای يې بل څوک وټاکل شي. ټايمز د د فاع وزارت د
سکرتر (ګوېف مورېل) له خولې ليکي، چې جنرال پتريوس په عراق او افغانستان کې ډېره
ښه دنده ترسره کړه ، خو نور ستړی شوی دی او نه شي کولی دغې دندې ته دوام ورکړي.
سپينې ماڼۍ پرېکړه کړې، چې د روان کال تر پايه پورې په افغانستان کې خپل پنځه
لوړپوړي مامورين لکه ، سفير کارل آيکن بېري ، جنرال پتريوس او د پټريوس مرستيال
جنرال ډېوېډ رودريګوز له دندې لرې او پر
ځای يې نور کسان وټاکی. دفاع وزير رابرټ ګېټس سر له اوسه د جنرال پتريوس د ځای
ناستي لپاره لټون پيل کړی دی.
د
يادونې وړ ده چې په تېرو اتو مياشتو کې چې جنرال پتريوس په افغانستان کې دنده
ترسره کوي، دی د يوه خونړي او بې رحمه جنرال په توګه چې د افغانستان پر کلو يې په
ټنونو بمونه ورولي او د افغانستان له نقشې يې ورک کړي دي ، ډېر ځلېدلی دی.
وروستي