په کندهار کي د شرمه ډکه امنيتي غونډه که ملي ډرامه!

لیکوال: محمد سلطان شریفی
 
څو ورځي مخکي د افغانستان په سهیل لویدځ ښار کندهار ولایت کی د شپږو ولایتو په کچه یوه پراخه غونډه جوړه سوه. چی ټاکل سوی ځای یي دکندهار په منډیګک ماڼی کي د وزارتونو د یو شمیر استاځو، امنیتی مسولینو او د شپږو ولایتونو د یو شمیر والیانو په ګډون جوړه سوې وه. دولایت مقام د خپرې سوې خبرپاڼي لمخي ترتیب سوې غونډه دامنیت، ښې حکومتدارۍ، ښوونی او روزني او کرهنيزو چارو په موخه وه.
 
د کندهار ولایت د افغانستان په کچه دکابل نه وروسته د دوهم مهمو ولایتو په قطار کي راځي، خو د ښوونی او روزنی چاري یی دنورو ولایتونو په پرتله مړژواندی دي، د زده کوونکو لپاره د لوړو زده کړو امکانات په مطلق ډول په هیڅ کي حساب دي، او ښه حکومتدارۍ چی چارواکی يي په وار وار زيري راکړي، اثار یی په سترګو هم نه لیدل کیږي، چی د بېلګې په ډول به یي زه تاسو ته یو څه وضاحت درکړم.
 
په کندهار کي د کلونو کلونو راهیسي د امنیتي چارو په اړه د نیمګړو غونډو ډرامې جوړی سوي دي، چي دا نوې غونده هم چی ۰۹/۰۲/۲۰۱۱ عیسوی کال سره سمون خوری جوړه سوه د پخوا پشان یوه بله نمونه وه،  چی اوازې يې د تېر پشان دټول ولس تر غوږو ورسیدې، لیکین د چارواکو د دې امنیتی غونډي نتیجه دوې ورځي بعده د کندهار خلګو د سر په سترګو ولیده، چی ملی پوځ د بهرنیو ځواکونو په ګډون د طالبانو سره د اخ او ډب نندارې کندهار څه چی نړیواله میډیا هم پر سر واخستله.
 
چی دکندهار د والی صاحب ښاغلي توریالي ویسا د وینا لمخی پنځلس تنه پوليس او يو تن د ملي امنيت ساتونکي وژل سوي دي او دوويشت تنه پوليس او درويشت تنه ولسي وګړي د نهو کوچنيانو په ګډون ژوبل سوي دي.
 
د دې امنتي غونډي دمهربانی له وجی دکندهار ښار یوار بیا  د خونړۍ جګړې شاهید وو. بیایې مندي او خوندي وژړولې، نوری خوندي په سر سرتوری سولې، د تیرو څوکلونو په څېر دغم ټغر اوار سو، یوځل بیا یی کندهار ښار ته دبیګنا وګړو دوینو سور رنګ ورکړ، دنورو ماشومانو څخه دپلارو د سر سایه لیری کړل سول او پر نورو قبرونو بیرغونه او جنډۍ وځړول سوې.
 
انا لله وانا اليه راجعون
دا هم د کندهار ولایت دکمزوری ادارې یوه تر ټولو ښه بله بېلګه وه، چی په ټول ولایت کي يې دماتم انګېزه غوره کړل. واقعی چی دکندهار امنیتی غونډي ډیر ژر خپل اثرات وښودل، ددې غونډي جواب دملت شک په حقیت بدل کړ، او د اولس قناعت لکه څنګه چی تمه کېدل حاصل سو. ریشتیا هم چارواکو د امنیت او ښې حکومتدارۍ په چارو کي خپله ریښتونی څېره وښودل.
 
نو ځکه غواړم دیو افغان په حیث وپوښتم چی ایا دکندهار چارواکو واقعی امنیتی غونډه کړې وه، که د پلو خوري او بانډار لپاره سره را غونډ سوي وه؟
 
چی خپل ځان يي د تېر په څېر یوار یبا وشرماوه، یو ځل بیا د خلګو په غلولو کي پاتی راغله، یوار بیا دبېځایه وعدو او بیځایه ډاډ له وجی د تل په شان ملت ته ځان مختورۍ او سرکوزي سول.
 
که دحقیقت څخه سترګي پټی نکړو، اصلآ په کندهار کي ددې امنیتي غونډي موخه دولایت مقام د مرستیال عبدالطیف اشنا صاحب شهادت چی په یوه ځانمرګي برید کي دنورو لوړپوړو وژل سوو دولتي کارکوونکو پشان قرباني سو، او دا دامنیتي پلوه د حکومت لپار تر ټولو سخت کذار وو، تر هغه وروسته چارواکو وغوښتل چي ددې غونډي په ذریعه دخلګو پام بلي خوا ته واړوي.
 
 تر څو دعامو خلګو توجه دچارواکو بېغورۍ ته را وانوړي، ترڅو خلګو ته دا وښي چي ګڼي حکومت د امنیت لپاره څه ناڅه هلي ځلي کوي.
 
 لیکین دکندهر اولس د سر په سترګو ولیدل چی دا غونډه ریښتونې نه بلکی یوازی یی یوه نمایشی بڼه درلوده، چی ان ددې غونډي دوې ورځي بعده د کندهار په مرکزی برخه کي د طالبانو او حکومت تر منځ دسختي جکړې له وجی دمحشر ورځ جوړه سول.
 
د اشنا صاحب د شهادت نېټه دکندهار په ولایت کي د نورو وژل سوو قومی مشرانو په شان دښې حکومتداري تر ټولو یوه ښه بېلګۍ وه، چي له امنیتي پلوه يې یوار بیا په ټولو دولتی ادارو او د کارکوونکو په زړو کي دویري او ډار انګېزه خوره کړل، او دايې خلګو ته یوار بیا وښودل چي د کندهار ولایت دولتي اداره د امنیتی پلوه څومره ضعیفه، بې وسه او ناتوانه ده. او همداراز يې خلګو ته په اثبات ورسول چي په دولتي اداره کی به د کارکوونکو وروستۍ انجام داشنا صاحب د شهادت په شیان وي.
 
دکندهار ولایت مقام لخوا خلګو ته دامنیتی پلوه ډاډ ورکول کومه نوې خبره نده چي د اول ځل لپاره خپريږي. ځکه د کندهار خلګو ته د ولایتی شورا دریس او دولایت مقام لخوا څو څو ځله دښې حکومتدارۍ، امنیت، بیارغوني، سولي او د پر مختګ زیري ور کول سوي دي. چی ښکاره مثال يي ( د امید ۱ او امید ۲) په نامه د ناټو او افغان ځواکونو ګډ فوځي عملیات وه، او د ولایت مقام څخه به د دې عملیاتو دځانګړتیا، پر مختګونو او د امن په باره کي خلګو ته زیری ورکول کیدل، خو له امنیتي پلوه يې چنداني د پام وړ بدلون رانوست.
 
څه وخت مخکی دچاواکو لخوا د کندهار پر ښار باندي دامنیتی کمربند راګرځول یوه بله ډرامه خپره سول. ان دا چی ښاروال صاحب حمیدي هم اعلان وکړ چی ښاروالي د ښار امنیتی کمربند ته دپوستو دجوړولو لپاره ځمکه په اختیار کي ورکړل، نموړی هم داسی بڼه غوره کړل چی ګڼی دۍ هم د کندهار له خلګو سره خوا خوږۍ دۍ او په امنیتي چارو کی خپله پوره برخه اخلي. پر میډيا او رسنیو کی یوار بیا د پرپاګند او ډندورو انګیزې خپرې سوې. خلګو ته د امنیت زیری ورکړل سول، چی ګڼي دا امنیتی کمربند به د فولادي دېوال په شان د مخالیفینو په وړاندي د یو سپر په شان وکارول سی، او دخلګو امنیت به تعمین کړي، لیکین برعکس خلک د ملی پولسو د بدي روې او بد چلند څخه نور په غوغا سول او سر یې ځني ټکاوه خو له امنیتي پلوه یې هم هیڅ کومه ګټه يي ونکړه.
 
ان دا چی تر هغه امنیتی کمربند وروسته په ښار کي دننه ترورونو، چاودنو او مرموزو وژنو نور زور واخیست. طالبانو ښکاره دښار په دروازو کی خپلي شپې او ورځي سبا کولي، هره ورځ به دښار په واټونو کی په عامه تر سترګو کیدل، او عملیات به یی کول. خو دکندهار حکومتی اداره يې په وړاندي نا هیله او ناتوانه پاتې سوه،  آن دا چی اوسنۍ چاودنو د کندهار دولایت مقام مرستیال شهید عبدالطف اشنا صاحب هم قربانی کړ، او دا ځلیدونکۍ ستورۍ یی دتل لپاره راکوز کړ، دنموړۍ په شهادت سره یې پدې ولایت کی دعلم او فرهنګ بله ډیوه تر تورو خاورو لاندي کړه.
 
انا لله وانا الیه راجعون
خلګ یوار بیا د چارواکو بیځایه وعدو ناهیله او ناامیده کړل، او په اولس کی دویری انګېزه ددوی له بې غورۍ له لاسه  هنوز هم خوره ده.
 
دکندهار حکومت پخپلو دندو او مسولیتونو کي دومره لاپروا وخوت، چی آن تر اوسه يې دخپلو مامورینو په حفاظت کی هم هیڅ کوم مثبت رول ندۍ لوبولۍ او نه کومه تګلاره ورته لري. د عامو ولسي وګړو حفظ خو لا ډیر لیری سوال دۍ. هغه مامورین چي د دولت لپاره يي خپل شیرین ژوند د دمرګ د ګواښ سره مخ کړی دۍ. دغو چاواکو ددغسي خلګو مصعونیت لپاره هیڅ هم ونکړه. که څه هم په کندهار کي دا ډول پېښي په سلګونو سلګونو وار تکرار سوې. پکار وه چی حکومت ددې ډول پېښو په اړه مخکي نه مخکي د پام وړ او ریښتوني تدابیر نیولی وای. خو باید ووایم چي دا امنیتی تدابیر هم د ښه لیاقت او کاری تجربی لمخی نیول کیږي لیکین متآسفانه چی د کندهار په ادارو کي خلګ دلیاقت او کاری تجربو لمخی نه بلکی د قوم او خاندان لمخي په کار ګومارل سوي دي.
 
همدا وجه ده چی نن د کندهار په رسمی ادارو کی تشه نه ډکیږي، بلکی ورځ تر بلي نوره هم پراخیږي چی لکبله يې اکثره ریاستونه او عادي پوسټونه خالي ولاړ دي . او هیڅوک د حکومت سره کار کولو ته زړه نه ښه کوي. که چیری یو شخص په رسمی اداره کی د حکومت سره کار کولو هڅه وکړی نو همدا شخص به خپل د ژوندانه شپې او ورځي د ګوتو پر سر شمیري تر څو وژل سوۍ نوي. ځکه د کندهار د رسمی ادارو دفلج  اصلي لامل او وجه هم همدا ده.
 
د کندهار لوړپوړو چارواکو پر خپلو ځانو سمیټي دیوالو نه راګرځولي د ځانو لپار ه يې د ضد مرمۍ موټرانو او امنیتی برډیګارډانو څخه نیولي بیا تر هرډول عصري وسایلو څخه کار اخستۍ او استفاده ځنی کوی. خو ټيټ پوړي مامورین په ډیر لږ امکاناتو سره په عادی ډول کورو ته تګ راتګ کوی ترڅو ددښمن د احتمالی نښي سبب وګرځي چی د هغوی څخه د ساری په ډول یو څوکسان د يادولو وړ دي.
 
 د اطلاعاتو او کلتور پخوانۍ ریس عبدالمجید بابۍ صاحب، دښاروالۍ مرستیال زیارمل صاحب، دکوپرتیف ریس محمد حسین ولسي صاحب، ستاره اڅکزي، ملالۍ کاکړ، محمد اکرم خاکریزوال، معلم اکبر خاکریزوال، سید امام الکوزی دکندهار پخواني دامنتی چارو قومندان عصمت الله قاتع او داسی نور مخور مشران چي په کندهار ولایت کي د۲۰۰۲ کال راهیسي وژل سوي او شمیر يي سلګونو سلګونو ته رسیږي، چارواکو ددغو کسانو د وژل کیدو څخه هیڅ کوم پند او الهام وانه خیست. چی لکبله يې همدا اوس هم دښار په مرکزي واټونو کی په رڼا ورځ مخور مشران وژل کیږي او ور سره په سلګونو سلګونو عام خلګ قربانی کیږي.
 
 بس چارواکی دي ژوندي وي دنورو غم نسته! ځکه نو اوس به یوځل بیا راسو زما هغه مخکنی سوال ته چی:
 
آیا ددولت دا ډول امنیتي غونډي او هلی ځلي ریښتونی دي او که یوازی او یوازي نمایشی بڼه لري او ډرامه ده؟
 
په کندهار کي  دچارواکو غفلت، بیځایه خود خواهۍ، تکبر، قومی تعصب، شخصی ګټو، د قدرت د بقا او حرص له لاسه مخور مشران او بېګنا ولس دمرګ په خوب بیده سول او دا لړي تر اوسه هم دوام لري ترڅو نور مشران هم د خاورو سره خاوري کړي. لیکین اصلی او مهیم سوال دادۍ چي:
 
 ايا په کندهار کی امنیت ولی نه راځي؟
 آیا دا بد بخته قوم ولي ددې خدايي عطا څخه بې برخی سوي دۍ؟
 
جواب یی ډیر ساده او اسانه دۍ. چي زه يې د ساری په توګه تاسو ته په لاندنۍ څو کرښو کي بیانوم.
 
اول: په کندهار کي د چارواکو هلی ځلی دملی ګټو پر بنیاد نه بلکی د شخصي ګټو پر بنسټ ولاړی دي او د ښه اداري نظم تشه بدو سیالیو ډکه کړېده. ځکه هرحکومتي کارکوونکۍ کوښښ کوي چی تر هغه بل ډیري پيسې پیدا کړي لیکین دا مهیمه نده چي په څه ډول، ولو که یو دبل دسر په سودا هم وي ځکه دلته شخصي ګټي مطرح دي نه ملی او دخلګو آمن.
 
دوهم: په کندهار کي ددولت ښه پوسټ یا وظیفې ته خلګ د ښه لیاقت او کاری تجربې لمخي نه، بلکي دقوم او خپلوۍ لمخي پر دندو ګمارل کیږي.
 
دریم: هیڅ عام سړی ایجازه نلري چی دولتی قرارداد تر لاسه کړي او که يي اخلي زیاته ونډه به يې په کندهار کی زورواکو او ځینو کړیو ته ورکوي.
 
څلورم: په کندهار کی اداری فساد دومره عوج ته رسیدلۍ چی بیله ریشوت څخه د ډیر یو عادي یا معمولي کار سر ته رسول نا ممکینه خبره ده، ان دا چي اکثریت خلګ پخپلو دعدو او شخړو کی هم ددولت څخه کومه مرسته نغواړي ځکه رشوت ورکولو توان یې نلري یا په بل عبارت حکومتی چارواکی سوۍ استفاده ځینی کوي.
 
پنځم: هغه غریب او بیوزله خلګ چي د سړک پر غاړه باندي دغریبی دنده تر سره کوي یا کومه رېړی چلوي، تر څو خپلو بچایانو ته نفقه پيدا کړی، هره ورځ دښاروال لخوا ګواښونه ورته کیږي چی دا د ښاروالي مځکه ده او ښاروالي دلته چا ته د دوکانداری ایجازه نه ورکوي.
 
 خو هغه کسانو چی په زرګونو زرګونو جریبه مځکي يې غصب کړي او ښارونه يې پر جوړ کړي او دبيت المال خمکي پر عامو خلګو په لکونو لکونو ډالرو پلورلي، ان دا چی هغه جوړ سوی ښارونه تر اوسه شرعی قوالې هم نلري، ښاروال صاحب پر دغسی خلګو باندی ړوند او کوڼ دۍ. نغواړي پدې اړوند څه واري او یا سر په وګرځوي ځکه ښاروال پخپله ددغسي کړیو لخوا په دنده ګمارل سوي دۍ.
 
شپږم: په کندهار کي اکثریت خلګ دپولیسو رشوت ، بد چلند څخه ډیر سخت سر ټکوي.
 
اووم: هر ملی سوداګر باید لوړپوړو چارواکو ته باج یا دخپل کاروبار څخه پوره سهم ورکړي، که نه نو ژوند يې د ګواښ سره مخ دي او یا به وطن پرېږدي.
 
اتم: په ښار او ولسوالیو کي ځیني بېګنا کسان بېله کوم ثبوت او شواهیدو د طالبانو په تور نیول سوي او په مجسونو کي بې سرنوشته شپې او ورځي تېروي چی لوي مثال یې تیره اونی ددامان ولسوالۍ د شورا مشر سلطان محمد خان په کندهار کی دسولي شورا په تړاو جوړی شوی غونډی ته په عام محضر کی وویل : ((اسناد لرم چې د کندهار والي، ولايتي شورا او ملي امنيت د پيسو په بدل کې مجرمين خوشي کوي)) نموړی پخپل بیان کی د کندهار پر والي نیوکه وکړه چی ناحقه خلګ يي بېله کومو شواهېدو د وسلوالو طالبانو به تور دحجرو څخه بېولی دي او تر اوسه بندیان دي. او هغه کسان چی واقعی مجرمین د چارواکو لخوا د پيسو په بدل کی خوشي کیږي.
 
همدا وجه ده چی د کندهار ولس او چارواکو تر منځ ورځ تر بلي واټن په مخ په زیاتېدو دي  او خلګ نغواړی د خکومت سره همکارۍ ته زړه ښه کړي. بنآآ په دغسی شرایطو کې دکرزی صاحب دسولی هلی ځلی بې معني او بې مفهومه دي او نه کوم ځای نیسی.
ومن الله توفق
لیکوال: محمد سلطان شریفی