وروسته له هغې، چې د ايران
په پلازمېنه تهران کې ، تيره ورځ د سلواغې په 25 مه نېټه ﻻريون وشو، د دغه
هېواد د پارلمان رييس يوه بېړنۍ غونډه وکړه او د (( انقلاب ضد عناصرو د پلټنې ))
په نوم يې يوه کميټه جوړه کړه.
په داسې مهال ، چې علي
ﻻريجاني خبرې کولې، د پارلمان مشر، يو ځای له نورو ګډونوالو سره پاڅېدل او داسې شعارونه
يې ورکول: مرګ پر امريکا ! مرګ پر منافقينو! مرګ پر موسوي، کروبي
او خاتمي!
شعار ورکوونکو د موسوي،
کروبي او خاتمي لپاره د اعدام غوښتنه هم کوله. د يادولو وړ ده، چې د ايران حکومت
له ﻻريونکوونکو ويره درلوده او ﻻريون ته يې اجازه نه وه ورکړې.
د يو بل خبر له مخې د
اسپانيا سفير او کونسل هم تيره ورځ د دغه هېواد په ﻻريون کې حاضر وو. اسپانوي رسنيو
ليکلي، چې کونسل د ايراني پوليسو لخوا نيول شوی هم و، چې وروسته بيا ازاد شوی دی.
وروستي