وروسته له هغې ،چې په تونس کې هر څه رابربنډشول ډيرو مخالفو
سياسي مخالفينو دځان په اړه د پټو پوليسو راپورونه هم تر
لاسه کړل . خبريال وسام التستوري خپل پاسپورټ دپوليسو يوې حوزې ته څېرمه په ډيران کې ومونده .
خو تر ډېره دوه پېښې چې سړی ورته هک پک شي هغه د زين
العابدين او دده دمېرمن ليلی الطرابلسي په اړه دي :
د تر لاسه شوېو لاسوند څخه معلومیږي ،چې لیلی
الطرابلسي په 1992 ز کې له
زين العابدين سره واده کړی او له دې وړاندې ېې له معاويه خليل طلاق اخستی و. دا خبره هر تونسي ته معلومه ده ، خو
عجيبه ېې داده ،چې همدا لاسوند له قاضي غواړي ،چې دزین العابدين دلور حليمې نسب هم ده پسې وليکي ځکه دا ېې له واده وړاندې زيږولې وه ،چې قاضي ټکنی شوې و نو له دندې ګوښه شو.
بل لاسوند ښيي ، چې ليلی الطرابلسي د ولسمشرۍ دماڼۍ له اشپز غوښتي دي ،چې داسې خواړه تيار کړي، چې دمېړه جنسي وړتيا ېې پياوړې
شي .
وروستي