د جنوبي
کوريا د موټر جوړوونکو اتحاديې د رپوټ له مخې تېرکال دغه هېواد د موټر جوړوونکو
هېوادونو تر منځ د پنځم پرله پسې کال لپاره پنځم ځای ونيوه. د رپوټ له مخې تېرکال
جنوبي کوريا ټول 4.27 ميليون موټر توليد کړي ، چې د نړيوال توليد 5.5 سلنه جوړوي .
چين د 18.26 ميليون موټرو په توليدولو سره تېر کال بيا هم د نړۍ تر ټولو لوی
توليدونکی پاتې شو او ونډه يې په نړيوال بازار کې 23.7 سلنه وه. تر چين وروسته
جاپان ټول 9.6 ميليونه موټر، امريکې 7.7 ميليونه او جرمني 5.9 ميليون موټرونه
توليد کړي دي.
وروستي