د افغانستان
د کورنيو چارو وزارت خبر ورکوي، چې پرون يې په کندهار کې پنځه تنه ځانمرګي له يوه
موټر سره، چې چاودونکي توکي په کې ځای پر ځای شوي وو ، نيولي دي.دغه ادعا دوې ورځې
تر هغو وروسته کيږي، چې ځانمرګو طالبانو د کندهار د امنيې پر قومندانۍ بريد وکړ او
په لسهاو پوليسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله .پرون هم يو ځانمرګي بريد کوونکي د کابل
په سيټي سنټر کې بريد وکړ چې د هوټل دوه تنه ساتونکي يې ووژل.
وروستي