جان کېري د پاکستان په دوره روان شوی دی

د امريکې په سنا کې د بهرنيو اړيکو د جرګه ګۍ مشرسناتور جان کېري  پاکستان ته د يوه  کاري سفر په مخه خوځېدلی دی.د دغه سفر موخه د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو پياوړي کول ښودل شوي.
په وروستيو ورځو کې د امريکې او پاکستان ترمنځ اړيکو د يوه امريکايي دېپلومات ( رايمونډ ډاوېس) د نيولو پر سر ډېرې ترينګلې شوې دي او له همدې امله د امريکې ، افغانستان او پاکستان ترمنځ درې اړخيزه خبرې هم ځنډول شوې دي. رايمونډ ډاوېس د جنوري په مياشت کې د پاکستان په لاهور ښار کې دوه پاکستنانيان په ډزوووژل . ډاوېس وايي، چې دغو پاکستانيانو هڅه کوله دی وتښتوي او دی اړ و چې د ځان د دفاع لپاره ډزې وکړي. خو پاکستاني چارواکي وايي ، چې نوموړی دېپلومات نه دی او دېپلوماتيک مصوونيت هم نه لري .