په هلمند کې درې برتانوي پوځيان ووژل شول



د برتانيې دفاع وزارت او د آيساف مطبوعاتي دفتر خبر ورکوي، چې پرون په دوو جلا پېښو کې درې تنه برتانوي پوځيان په هلمند کې ووژل شول. دوه برتانوي پوځيان د هلمند ولايت په (باستيون کمپ) کې د اور له امله او يو بل سرتېری د ماين د چاودنې له امله ووژل شو.
د دغو پوځيانو له مړينې سره په روان کال کې د بهرنيو پوځيانو د مړو شمېر 45 تنو ته ورسېد.