واشنګټن
پوسټ خبر ورکوي، چې د امريکې د بهرنيو چارو وزيرې هېلري کلېنټن متقاعد دېپلومات (مارک
ګروسمن) د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکې د نوي ځانګړي استازي په توګه غوره
کړی دی. د رېچارډ هالبروک تر مړينې وروسته د ده د ځای ناستي په اړه د امريکايي
چارواکو تر منځ اختلاف و او تر اوسه د هالبروک مرستيال د سرپرست دنده ترسره کوله.
اوس کلېنټن پرېکړه کړې ، چې په ترکيه کې پخوانی سفير مارک ګروسمن د ځانګړي استازي
په توګه وټاکي . ګروسمن تر دې وړاندې په سياسي چاروکې د مرستيال سکرتر او د اروپا لپاره د مرستيال استازي په توګه کار
کړی دی.
وروستي