ارواپوهان  : مبارک دیکتاتور و ، خو سادي  نه و

امريکايي ارواپوهان  وايي  دمصر ګوښه شوې ولسمشر حسني مبارک دیکتاتور و ، خو له  صدام حسین ، سټالین سره ېې توپیر درلود په دې مانا ،چې دخلکو له کړاوه ېې خوند نه اخست  نوموړي ځکه دلاریون  دګډونوالو غوښتنو ته غوږ نه نیوه ،چې عمر ېې ډېر و او نه پرې پوهېده  اوس به له یو ډول شوک سره مخ وي .
لایف ساینس  ویبپاڼه کاږي :ټول  دیکتاتوران  په ځینو ځانګړنو کې سره یو شان وي  لکه دخپلو مخالفینو ځپل او دانسان  ژوند ته پاملرنه  نه کول او ...
ویبپاڼه  زیاتوي  دیکتاتوران  نرګسي ( ځانخوښونه ) عقده لري  ، کېنه کښ وي  ، خیالونه ېې لوړ وي ، رحم او عاطفه نه لري  دخپلو موخو لپاره  هر څه ته لاس  اچوي ، خو دمبارک نظام  دخپل ولس دځپلو او کړولو اجازه  ورکړې وه ، خو مبارک  دا کارونه  دسادیزم دفلسفې  له مخې نه کول بلکې دا ېې خوښوله ،چې دهرڅه کنترول دده په لاس کې وي .
مبارک دخپل ولس  ځپل او کړول په دې موخه کول ،چې ځان وساتي او دځان ساتنه ېې دمصر له ساتنې سره پرتله کوله .