مصري چارواکو د جرمني له حکومت څخه
غوښتي دي، چې د لرې کړل شوي جمهور رييس حسني مبارک او د پارلمان د غړو پانګې دې
کنګل کړي. د جرمني د بهرنيو چارو وزارت وياند د دې غوښتنې پخلی کړی او همداراز د
بريتانيا د بهرنيو چارو وزير ويليم هېګ هم د ورته غوښتنې د تر ﻻسه کولو خبر ورکړی
دی. پر حسني مبارک باندې تور دی، چې له مصر څخه يې اويا ميليارده ډالره پانګه
بهرنيو بانکونو کې زېرمه کړي دي.
د يادولو وړ ده، چې د افغانستان
زياتو چارواکو او په ځانګړې توګه د شمال ټلوالې مشرانو او په واک کې پاتې
جنګساﻻرانو لکه مارشال فهيم ، قانوني، رباني، عبدالله عبدالله ، ضيا مسعود ، خليلي
او نورو هم په ملياردونو ډالر اختلاس کړي او بهر ته يې وړي دي.
وروستي