د افغانستان د جګړې لګښت د امريکايانو لپاره د ورځې 300 ميليون ډالره دی

له عراق څخه د امريکايي ځواکونو ايستل به د امريکې جنګي بوديجه يو څه سپکه کړي ، خو په افغانستان کې لاهم د جګړې لګښت د ورځې 300 ميليون ډالره دی. د پنتاګون د رپوټ له مخې ، په 2012 کال کې به د افغانستان او عراق لپاره جنګي بوديجه 117.8 ميليادر ډالرو ته راولويږي ، چې دا بوديجه د 2011کال په پرتله 41.5 ميليارد ډالره کمه ده . په پورتنۍ بوديجه کې 10.6 ميليارد ډالره په عراق کې د 50 زره امريکايي پوځيانو لپاره تخصيص شوي او پاتې 107.3 ميليارد ډالره يې د افغانستان د جګړې لپاره بېل شوي دي. په تخصيص شوې بوديجه کې يوازې 10.1 ميليارد ډالره له ماينونو سره د مبارزې لپاره ځانګړي شوي دي. که څه هم باراک اوباما ويلي ، چې د روان کال په نيمايي کې به د امريکايي پوځيانو پر ايستلو پيل کوي ، خو له تخصيص شوې بوديجې څخه ښکاري چې د پوځيانو په شمېر او د جګړې په لګښتونو کې به چندان توپير رانه شي.