هلمند وﻻيت کې يو بل انګريز سرتيری وژل شوی

د انګلستان دفاع وزارت تير ماښام د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دې خبر پخلی کړی، چې د هلمند په وﻻيت کې يې يو سرتيری وژل شوی دی.
خبر زياتوي، چې دغه سرتيری د پراشوټي پوځيانو له ډلې څخه وو او د نوموړي وﻻيت د نهر السراج په ولسوالۍ کې د سرک د غاړې بم په چاودنه کې وژل شوی.
تيره ورځ سهار مهال هم د افغانستان په سويل کې دوه تنه نور انګريزي سرتيري وژل شوي وو، چې انګريزي سرچينو د دوی د مرګ ﻻمل د اډې دننه د اور لګيدل بللي وو.