د هغه
ځانمرګي بريد له امله چې نن د کابل په سيټي سنټر (صافي لنډ مارک) کې ترسره شو ،
دوه تنه وژل وشوي او دوه تنه نور ټپيان شوي دي. ځانمرګي بريد کوونکي چې د چاودونکو
توکو ډک واسکټ يې اغوستی و ، د کابل سيټي سنټر په دروازه کې ځان وچاوده ، چې له
امله يې دوه ساتونکي ووژل شول.
د طالبانو
وياند ذبيح الله مجاهد د ځانمرګي بريد مسووليت پر غاړه اخيستی دی.
وروستي