خوست: د دولت د هغه كړنو پرضد لاريون وشوچې يوچاته يې په دغه ولايت كې له 400 جريبه هم ډېره ځمكه وركړې ده

 په خوست ولايت كې د دولت د هغه كړنو پرضد لاريون وشوچې يوچاته يې په دغه ولايت كې له څلور سوه جريبه هم ډېره ځمكه وركړې ده، لاريون كوونكي وايي چې په دولت كې اداري فساد دى كنه ولې يوچاته دومره ډېره ځمكه وركول كيږي.  خوست والي عبدالجبارنعيمي وايي چې د پکتيايوتن اوسېدونکي له بلخ ولايت نه څلور سوه شل جريبه ځمکه خوست ته تبادله کړې خو وركول يې ځكه ګران دي چې په نښه شوى ځاى دا مهال په ماسټر پلان کې راغلي دى
 د دووشنبې په ورځ د خوست ولايت په سلګونو خلك د خوست ښار چوكونو او كوڅو ته را وتلي وو او د لاريون پرمهال يې د دولت د هغه كړونو غندنه كوله چې يو تن ته يې په خوست كې څلور سوه شل جريبه ځمكه وركړې، لاريون كوونكي وايي چې په خوست كې ځمكې كمې اواوسيدونكي يې ډېر دي ځوكه خو دا مهال دلته د ځمكې ارزښت د اسلام آباد له ځمكو هم ډېر دى، دوى زياتوي چې په خپله د خوست اوسيدونكي له دې ستونزې سره مخ دي نو بيا ولې دولت يو چاته د بلخ ولايت داسې د ښتې چې جريب يې له زر افغانيو كم دى د خوست په هغه ځمكه بدلوي چې يو جريب يې په څو ميليونه افغانۍ دى، لاريونكوونكي وايي چې دا ډول كړنې ثابتوي چې په دولتي ادارو كې په لوړه  كچه اداري فساد موجود دى.
خوست والي عبدالجبارنعيمي وايي چې د خيال بدين په نوم يوتن چې د پکتيا د اريوب ولسوالۍ اوسېدونکی دی، له درې اتيايم کال راپدې خوا يې هڅه پيل کړي، چې د بلخ ولايت په كومه دښته كې څلورسوه شل جريبه ځمكه دولت ته وركړي او په بدل كې يې د خوست ښار قيمتي ځمكې خپلې كړې، دوالي په خبره چې د هغه كس لخوا چې كومه ځمکه په نښه شوې دا مهال په ماسټر پلان كې راغلې او دولت پکې ټولګټې پروژې  عملي كوي والي زياته كړه چې نوموړي په كابل كې څه اسناد پيداكړي خو داكار ځكه نه كيږي چې د خوست ټول اوسيدونكي يې مخالف دي او د قانون د څلور پنځوسمې مادې له مخې دا غير قانوني كار دى.ده، لاريون كوونكي وايي چې په دولت كې اداري فساد دى كنه ولې يوچاته دومره ډېره ځمكه وركول كيږي.  خوست والي عبدالجبارنعيمي وايي چې د پکتيايوتن اوسېدونکي له بلخ ولايت نه څلور سوه شل جريبه ځمکه خوست ته تبادله کړې خو وركول يې ځكه ګران دي چې په نښه شوى ځاى دا مهال په ماسټر پلان کې راغلي دى
 د دووشنبې په ورځ د خوست ولايت په سلګونو خلك د خوست ښار چوكونو او كوڅو ته را وتلي وو او د لاريون پرمهال يې د دولت د هغه كړونو غندنه كوله چې يو تن ته يې په خوست كې څلور سوه شل جريبه ځمكه وركړې، لاريون كوونكي وايي چې په خوست كې ځمكې كمې اواوسيدونكي يې ډېر دي ځوكه خو دا مهال دلته د ځمكې ارزښت د اسلام آباد له ځمكو هم ډېر دى، دوى زياتوي چې په خپله د خوست اوسيدونكي له دې ستونزې سره مخ دي نو بيا ولې دولت يو چاته د بلخ ولايت داسې د ښتې چې جريب يې له زر افغانيو كم دى د خوست په هغه ځمكه بدلوي چې يو جريب يې په څو ميليونه افغانۍ دى، لاريونكوونكي وايي چې دا ډول كړنې ثابتوي چې په دولتي ادارو كې په لوړه  كچه اداري فساد موجود دى.
خوست والي عبدالجبارنعيمي وايي چې د خيال بدين په نوم يوتن چې د پکتيا د اريوب ولسوالۍ اوسېدونکی دی، له درې اتيايم کال راپدې خوا يې هڅه پيل کړي، چې د بلخ ولايت په كومه دښته كې څلورسوه شل جريبه ځمكه دولت ته وركړي او په بدل كې يې د خوست ښار قيمتي ځمكې خپلې كړې، دوالي په خبره چې د هغه كس لخوا چې كومه ځمکه په نښه شوې دا مهال په ماسټر پلان كې راغلې او دولت پکې ټولګټې پروژې  عملي كوي والي زياته كړه چې نوموړي په كابل كې څه اسناد پيداكړي خو داكار ځكه نه كيږي چې د خوست ټول اوسيدونكي يې مخالف دي او د قانون د څلور پنځوسمې مادې له مخې دا غير قانوني كار دى.