په لویه
څارنوالۍ کې یوې باوري سرچینې خبر ورکړې دی ،چې د ټاکنو دکمیسون مشر ملا فضل احمد معنوي له هېواده
ممنوع
الخروج اعلان
شوې دی
.دمعنوي په
اړه دا ډول حکم داسې مهال صادریږي ،چې لوی څارنوال دهغه نیولو حکم هم ورکړې دی .پردې سربېره
نن دلوی څارنوالۍ او ځانګړې محکمې یوه ډله ،چې پولیس ورسره و د ټاکنو خپلواک کمیسون ته ورننوتل او
درایو شمېرنې مرکزونه ېې مهرولاک کړل او د ټاکنو کمیسون اوس محاصره دی .یوې بلې
باوري سرچینې روهي ویبپاڼې ته وویل : چې دټاکنو خپلواک کمیسون ویاند نورمحمد نور له
هېواده تښتېدلې دی روهي ویبپاڼې هڅه وکړه ،چې له نوموړي سره ټیلفوني تماس ونیسي خو
بریالۍ نه شوه
.
وروستي