يوه ځوان خوست والي ته ،د نيول شويو غلو په هکله اندېښنه څرګنده کړه

 د مقدس په نوم تنکي ځوان خوست والي ته د عدلي او قضایي ارګانونو څخه اندېښنه په ډاګه کړه د روان لمریز کال د سلواغې په ۲۴ مه ڼېټه د خوست د لکڼو سیمې یو تن تنکي ځوان چې مقدس نومیږي ، خوست والي عبدالجبارنعیمي ته یې د لیدنې پرمهال خپله هغه اندېښنه چې له عدلي او قضایي ارګانونو یې لرله ،  په ډاګه کړه .
نوموړی چې دا مهال د یو شمېر سړي وژونکو او تښتوونکو له وېرې څخه د خپلې کورنۍ سره یو ځای د خوست په مرکز کې اوسي ، یو کال وړاندې یې د لکڼو په سیمه کې چې هلته یې  اصلي استوګنه  درلوده ، د شپې له خوا پرې د یو شمېر سړي تښتوونکو او غلو له لوري د دوی په کور وسلوال برید وشو ، چې په ترڅ کې یې د مقدس ځوانه خور په شهادت ورسېده او دده په ګډون یې مور او بله ماشومه خور سخت ټپیان شول .
هغه غله او سړي تښتوونکي د تېرې جمعې په ورځ چې  دسلواغې له  ۲۲ مې نېټې سره برابره وه ، هغه مهال د قومي چېغې په ترڅ کې ونیول شول ، چې د لکڼو په سیمه کې یې د یو تن څخه سراچه موټر وتښتوه  او وروسته په دوی پسې قومي خلک راووتل ، چې د لنډرو او سودقو په سیمه کې یې محاصره کړل او د دواړو غاړو ترمنځ وسلواله نښته رامنځته شوه .د نښتې په پایله کې له وسلوالو غلو یو تن مړ او پاتې درې تنه د یو شمېر وسلو او موټرونو سره یو ځای ژوندي ونیول شول او امنیتي ځواکونو ته یې وسپارل  .
خوست والي عبدالجبارنعیمي ته مقدس  په خپلو خبرو کې وویل ، په نیول شویو کسانو کې هغه سړی هم موجود دی ، چې د دوی په کور یې وسلوال برید کړی وو، د ده په خبره چې امنیه قوماندانۍ ورته د یاد قاتل په اړه خبر ورکړ ، چې دوی دا مهال  پرې نوي عریضه کړي ، ترڅو قاتل ته د خپلو بدو اعمالو سزا ورکړل شي .
خو مقدس په داسې حال کې  له عدلي او قضایي ارګانونو څخه خوست والي ته خپله اندېښنه په ډاګه کړله، چې سترګې یې د پېښې د وریادېدو له امله  له اوښکو ډکې وې او په سلګو کې یې ښاغلي نعیمي ته خبرې کولې . ده زیاتوله  اندېښنه  لري چې عدلي او قضایي ارګانونه به نوموړی کس پرته له سز ا ازاد کړي او د سبا لپاره به بیا زموږ د کورنۍ د غړو خوږ ژوند واخلي او د ویر په ټغر به یې کښېنوي .
د مقدس  په خبره چې د نیول کېدو تر ورځې  د یاد قاتل له خوا  ورته په وار ، وارد  ښوونځي  لار نیول شوي ، ترڅو نوموړی هم  اختطاف کړي او ترې ناوړه هدف  لاسته راوړي .
خوست والي عبدالجبارنعیمي دا ډول پېښې په سختو ټکو کې وغندلې او ویې ویل :
په اسلام او افغانیت کې هېڅ داسې جواز نه شته ، چې یو څوک دې په نورو بې ګناه انسانانو باندې برید او تېری وکړي .نوموړي دا ډول بریدګر د اسلام له دین څخه ناخبر وبلل او دوی ته د سختې قانوني سزا غوښتونکی شو.
ښاغلي نعیمي زیاته کړه ، په ادارو کې به هېچا ته د دې اجازه ورنه کړي ، چې له خپلې دندې ناوړه او غیرقانوني ګټه پورته کړي ، د ده په خبره چې دولتي څوکۍ د ناوړه استفادې لپاره نه ، بلکې د ولس د خیر او خدمت لپاره ده .نوپه کار ده ، چې ددولت هر مامورد مکلفیت له مخې  د قانون سره سمې دندې پرمخ بوزي .
خوست والي عبدالجبارنعیمي مقدس ته په خپلو خبرو کې ډاډ ورکړ ، هرڅوک چې بې ګناه انسانان وژني ، اختطاف کوي یې او یا یې هم په نورو ډولونو ځوروي ، دوی یې نه شي زغملی او حتماً به له قانوني سزا څخه برخمن کیږي .ښاغلي نعیمي په دې برخه کې اړونده مرجع ته رسمي سپارښتنه وکړه ، چې یاده موضوع په دقیق او قانوني شکل سره وڅېړي ، ترڅو عاملین یې سخته سزا وویني او له مځې یې  په ټولنه کې د نورو کسانو لپاره د عبرت وړ وګرځي .
د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
نېټه :۱۳۸۹/۱۱/۲۵
ورځ :دریم