په داسې مهال چې ولس د حسني مبارک د
رژيم پر مقابل کې پاڅون کړی و، غلو له دې فرصت څخه په استفادې سره ، د مصر له ملي
موزيم څخه تاريخي توکي غلا کړي دي.
د رېپوټونو له مخې 18 ارزښتناک تاريخي توکي غلا شوي، چې د
(( تنديس توتان خامون )) نامتو مجسمه هم په کې شامله ده. دغه توکي له هغه موزيم
څخه غلا شوي، چې د التحرير ميدان سره دی او هلته اتلس ورځې پرله پسې ﻻريونونه روان
وو.
ويل کيږي، چې د جنوري په 28 مه نېټه د اوروژنې يو ټيم موزيم ته
ننوتی و، چې کيدی شي دغه خلک به غلو وو او داسې شک هم شته ، چې د موزيم ساتونکو به
هم ورسره ﻻس درلود.
وروستي