حسني مبارک په شارجه کې پناه واخيسته



د جرمني د (شترن) مجله خبر ورکوي، چې حسني مبارک د جمعې په ورځ له شرم الشيخ څخه د ( اير عربيا) په يوه الوتکه کې د عربي اماراتو شارجې ښار ته لاړ او د شارجې د امير په يوه ماڼۍ کې دېره شو. د خبر له مخې د حسني مبارک کورنۍ تر دې دمخه د سه شنبې په ورځ شارجې ته رسېدلې وه. تر دې مخکې په يوه بل خبر کې راغلي و، چې مبارک د ابوظبي په (المنهل) ماڼۍ کې دېره شوی دی. تر اوسه د اماراتو چاوراکو په دې اړه رسما څه نه دي ويلي.