دامریکا دمرکزي
استخباراتو مشر لیون بانیټا دتېرې پنجشنبې په ورځ یو ډول ترینګلې حالت
رامنځته کړې و نوموړي اټکل کاوه ،چې ولسمشرحسني مبارک به دپنجشنبې په ورځ استعفاوکړي
وروسته بیا معلومه شوه ،چې دمصر دپېښې په اړه دواشنګټن معلومات دحساب وړ هغه
نه و او دپېښو وړاندوینه ېې هغسې نه وه لکه څومره ،چې دcia له نوم او دندې سره ښايي .
داسې اټکل و ،چې حسني
مبارک به دولسي پاڅون او لاریون په ترڅ کې واک پرېښودو ته اړ شي
، خووروسته بیا دا ثابته شوه ،چې حسني مبارک دپنجشنبې په ورځ استعفا ورنه کړه ،
بلکې خبره یوه ورځ ټال شوه او دا جوته شوه ،چې د CIA دمشر معلومات ټول له
خبري رسنیو رااخستل شوې و . ان تردې ،چې دګانکرس یوې غونډې ته ېې وویل : ما هم دغه
معلومات تر لاسه کړي خو ددې اټکل دی ،چې مبارک به نن ماښام
استعفا وړاندې کړي .
دامهال یو امریکايي
چارواکې اړ شو ،چې ووايي لیون دهغو راپورونو پر بنسټ خبرې کولې ،چې له
رسنیو تر لاسه شوې و نه هغه ، چې CIA تر لاسه کړې و .
لیون
په ډاګه وویل : مبارک به له واکه ګوښه شي او مرستیال ولسمشر عمر به ېې دځایناستي
په توګه وټاکل شي هماغه ،چې څو ګړۍ وروسته ېې دcia دمشر خبره ناسمه ثابته شوه
او حسني مبارک واک دپوځ لوی درستیز حسین طنطاوي ته ولیږدوه .
دمصر په اړه دcia دناسم اټکل او ناخبرۍ څخه
جوته شوه ،چې دا استخباراتي ارګان دمصر له ډېرو پېښو ناخبره و همدا
لامل دی ،چې اوس یو شمېر څارونکې دcia دطرزالعمل په اړه نیوکې کوي
، په 2010 ز کې دcia بودیجه 80 ملیارده ډالرو ته ورسېده .
ډیویډ اغناتویس په
واشنګټن پوست کې کاږي : کېدای شي دوخت تېرېدو له کبله CIA خپله دا وړتیا له لاسه
ورکړې وي ،چې دلاریون کوونکو پر غوښتنو دې پوهه شي ځکه دوی له مصري او عربي څارګرو
سره دترهګرۍ ضد موضوعاتو بحث کاوه نه د هغو لارو چارو ،چې دحکومت د ړنګېدو لامل شي
.
په کانګرس کې
داستخباراتو دکمیسون مشره ډیان واینشتین وايي : CIA له ډېرې مودې راهسې نه
سپینې ماڼۍ او نه کانګرس ته په مصر کې د وروستیوناارامیو په اړه کوم جدي خبردارې
ورکړې و سره له دې ،چې مصر زموږ ستراتیژیک همکار هېواددی .
تېره امرالبحر مایک
مولن دمصر د وروستیو پېښو په اړه ویلې و : دمصر پېښې زموږ لپاره دحیرانتیا خبره وه
.
وروستي