د ولسمشر
حامد کرزي د فرمان له مخې عزيزالله لودين چې تردې دمخه يې له ارتشا او فساد سره
دمبارزې رييس، د پارلمان د دارالانشا رييس
او د ټولټاکنو د خپلواک کميسون رييس دندې ترسره کړي، له اداري فساد سره د مبارزې
پر ستراتيژۍ د څارنې د عالي ادارې رييس وټاکل شو. د دغې ادارې د جوړولو پرېکړه د
لندن په کنفرانس کې شوې وه ، چې دا دی تر يوه کال وروسته يې پر جوړولو لاس پورې
شو.د پرېکړې له مخې به په دغه کميسون کې يو شمېر بهرنيان هم غړيتوب ولري.
د
يادونې وړ ده چې ښاغلي لودين له ارتشا او فساد سره د مبارزې په رياست کې هم ډېر
سخت وځلېد او فساد يې له بېخه ورک کړ ، نو ځکه اوس دا نوې مهمه دنده هم ده ته
وسپارل شوه.
وروستي