د ولسي جرګې  رياست دلانجې   لپاره د يوه کميسون پرجوړولو سلا وشوه

نن ولسي جرګې پرېکړه وکړه چې د ولسي جرګې د رياست لانجه دې د يوه کميسون له لارې حل کړي. خو اوس د کميسون د غړو پر سر لانجې روانې دي. د ولسي جرګې مؤقت مشر ښاغلي عثماني اعلان وکړ، چې له هغو ولايتونو څخه چې تر لسو کسانو زيات  استازي لري له هر ولايت څخه دوه استازي او له پاتې ولايتونو څخه به يو استازی د کميسون غړی وي. پر دوی سربېره به تر دې مهاله د رياست ټول نوماندان هم د کميسون غړي وي، چې په ټوليزه توګه د کميسون د غړو شمېر له پنځوسو څخه اوړي . يعنې په يوه پارلمان کې چې ټول دوه سوه نهه څلوېښت غړي لري ، د يوې موضوع د غوڅولو لپاره پنځوس کسيزه کميسون جوړوي . خو دا چې د هر ولايت په کچه به څنګه يو استازی ټاکل کيږي ، دا بيا بله لانجه ده .