دترکیې
ولسمشر عبدالله ګل د یولوړي پلاوي په
مشرۍ پلازمینې تهران ته ورسید دا له نهو کلونو راوروسته ایران
ته دترکیې ولسمشر سفر دی .
دتهران
نړیوال هوايي ډګر ته د بهرنیو چارو وزیر
علي اکبر صالحي په ګډون نږدې 300 تنه لوړپوړي
ایراني چارواکي د ګل هرکلي ته راغلي وو .
ولسمشر ګل دایران او
ترکیې ترمنځ دستراتیژیکو اړیکو په اړه
ټینګار کاوه نوموړي دایران بهرنیو
چارو وزیر ته داتومي پروګرام په اړه ډاډ ورکړ ،چې موږ درسره یو او هر ډول
منځګړتوب کولای شو .
ټاکل شوې ده ،چې ولسمشر
عبدالله ګل به نن له خپل ایراني سیال
محمود احمدي نژادسره وګوري او دتونس او مصر
دوروستیو حالاتو په اړه به سره وغږیږي .
وروستي