متحده ایالات  په افغانستان کې دښځو ځانګړي  ټولي جوړوي .

دامریکا په وسله وال پوځ کې د ځانګړو عملیاتو قومندان  او مشر امیر البحر ایریک اولسون  وايي : متحده ایالات  نیت لري ،چې  په افغانستان کې دخپل ډول یوه نوې پروژه  پیل کړي او ددې پروژې موخه به دا وي ،چې  په دې هېواد کې خپلو سرتېرو کلتوري او فرهنګي وړتیاوې  وروزي .
اولسون  زیاتوي  : په افغانستان  امریکايي ځواکونه  کله  پردې هیڅ نه پوهیږي ،چې موږ په کوم هېواد کې  پر دنده بوخت یاستو !! دښځو دا ځانګړي ټولي به ورسره په دې چاره کې مرسته وکړي  ځکه ددې  ښځو په منځ کې به داسې ښځې هم وي ،چې په  دسیمې له ژبو او کلتور سره به  بلدتیا لري  او دافغانانو د دود او دستور به  اړه به  دې سرتېرو ته معلومات ورکوي  .
پردې سربېره ددې  ځانګړوټولیو یوه بله  دنده او موخه  به داوي  ،چې په هغو سیمو کې له  افغاني مېرمنو او ښځو سره اړېکې جوړې کړي چې هلته امریکايي ځواکونه  ځای پر ځای شوې وي .