په اسراېېلو کې دکال نږدې 9 زره
ښځې دجنسي تیري له پېښو سره مخامخیږي د میدوت
په نوم یوټولنې ،چې دښځو له چارو سره لېوالتیا لري وايي : 200
زره اسراییلې ښځې هر کال دجنسي تیري او یا لاس وراچولو دپېښو
ښکار کیږي ، خودا ښځې بیا له پولیسو مرسته نه غواړي ځکه له دې سړیو ډاریږي دهمدې ټولنې دمعلوماتو له مخې څلورمه برخه
ېې بیا مرسته غواړي .
دجنسي اړېکو په اړه فتوا
اسراییلي ملا یهودي ښځو ته دا
فتوا ورکړې وه ،چې داسراییلو دامنیت او استخباراتي معلوماتو د را ټولولو په
موخه دا روا ده ،چې له دښمن سره جنسي اړېکې ټینګې کړې . په یوې اکادیمېکې څیړنه
کې ،چې اري شفات په نوم یو
یهودي ملا ترسره کړې ده نوموړی کاږي : یهودي شریعت دا روا بولي ،چې له ترهګرو سره جنسي اړېکې
جوړې شي ، خو موخه ېې بیا دا وي ،چې دا ترهګر بیا دامنیتي ځواکونو لخوا
ونیول شي .
دا څیړنه د ( دملي امنیت
لپاره ناروا جنسي اړېکې ) تر سرلیک لاندې خپره شوې ده او دتورات
ځینې برخې ېې د دلیل په توګه یادې کړې
دي دبېلګې په توګه : پخوا ښځو خپل
دښمنان تېر ویستل او کولای ېې شول
،چې دارزښت وړ معلومات ترې تر لاسه
کړي ، خو اوس څیړنه کاږي : دا کار باید بدلمنې ښځې وکړي .
اري
شفات وايي : په ځینو حالاتو کې که ښځه اړ
شوه ،چې له خپل دښمن سره دمعلوماتو د راټولولو په موخه واده وکړی باید لومړی خپل
شرعی مېړه خوشی کړي .
وروستي