د
خوست چارواكو وايي چې، د افغانستان بانک څانګې مدير اوخزانه دار له دغه بانك څخه
څلورشپيته ميليونه افغانۍ وړي دي، ځكه خو يې د پلټنوپرمهال په خوست کې د افغانستان
بانک او کابل بانک لس کارکوونکي د درغليوپه تورنيول شوي دي. د خوست والي عبدالجبار نعيمي وايي چې په نيول
شووكې اوه يې د افغانستان بانک او درې نور
يې د کابل بانک کارکوونکي دي.
د
خوست والي عبدالجبارنعيمي د يوې خبرې ناستې پرمهال وويل چې له څه مودې راپدې خوا
يې د ځينو معلوماتو له مخې د خوست دولتي بانک تر نظارت لاندې نيولی او وروسته د موضوع د روښانولو په موخه يوکميسيون وټاکل شو بالاخره د پلټنو په لړکې معلومه شوه، چې له بانک څخه څلور شپيته ميليونه افغانۍ ايستل شوي دي. ځكه خو د افغان بانك څانګې اوه تنه كاركوونكي ونيول شول، د ده په خبره چې د کابل بانک درې تنه كاركوونكي هم په دې درغلۍ كې د لارس لرلو په تور نيول شوي دي، والي زياته كړه چې نيول شويوكسانوپه ليکلي توګه د پيسو د وړولواعتراف کړی او تر مهال يې څه د پاسه لس ميليونه افغانۍ بېرته سپارلي دي.
خوست والي دا هم وويل چې په نږدې راتلونکي کې د بانك مديراوخزانه
دار هم ونيول شي او پاتې پيسې به په كم
وخت كې ترلاسه شي همداشان ده زياته كړه چې د ولايت په
کچه يې د څلوراتيا غاصبينو لېست برابركړى او له څېړلو وروسته به په نږدې ورځو كې يادوکسانو ته سخته سزا ورکړل شي.
وروستي