د خوست وﻻيت دوکاندارنو او سوداګرو د ﻻريون ګواښ کړی

  د خوست ولايت سوداګرو او دوکاندارنو ګواښ وکړ چې كه په دغه ولايت كې د تجايي په نوم په ډېرو پيسو كې كموالى رانه ولي نو په لاريونو به لاس پوري کړي او خوست ښار به وتړي، دا ګواښونه د خوست صنفي اتحاديې اړوند لسګونه دوکاندرانو او سوداګرو په هغه غونډه کې وكړه چې د خوست ښاروال نه د استعفا غوښتلو په موخه جوړه شوې وه.
 سوداګر وايي چې پخوابه يې يوه موټر زر افغانۍ اخيستل كيدې او اوس ترې څو چنده ډېرې افغانۍ اخلي، خو د خوست ښاروال وايي چې دا ټول هيواد لپاره د وزيرانو شورا پريكړه ده او دوى پكې لاس وهنه نه شي كولاى.
په همدې مهال د خوست صنفي اتحاديې مشرکرامت خان خپلواک وويل چې د خوست ښاوالۍ له لوري کومې پيسې چې د تجايی په نوم اخيستل کيږي د تير کال په پرتله لس چنده زياتې شوي دي، دى زياتوي چې د دې پيسو زياتوالی کومه قانوني بڼه نه لري يواځې د ښاروال  او د ده ملګروجيبونو ته ځي، ده وويل چې له دې كار سره د هرډول توكو په بيه كې لوړوالى راغلى او كه د تجايي پيسې راكمې نه كړي نو په لاريونونو به لاس پوري كړي.
 خپلواك زياتوي چې خوست ښاروال په هغه ډول چې لازمه ده وړ خدمتونه په ښارکې ندي کړي، ځكه په ښار کې د پاکو اوبو نشتوالى، د بريښنا نه راسيدل او د ښار ناپاکي هغه څه دي چې ښاروال  پکې پاتې راغلی دی، د خپلواک په خبره د ښارسړکونه اوپلي لارې  خرابې دي او خوست ښاوالۍ يې د جوړولو په موخه هيڅ پلان په لاس کې نه لري.
 
 د سوداګرو په استازيتوب حاجي ظابط وويل چې د ښاروالۍ لخوا د زياتو پيسو، زيان دوی ته نه بلکې عام ولس ته رسيږي، ده زياته کړه چې د دې پرځاى چې دولت ولس ته كار وكړي بلكې ستونزې ورته جوړه وي. دغه سواګر وايي چې تجايي يواځې په خوست كې لوړه شوې او په نورو ولايتونوكې دا ډول څه نشته.
 
خود خوست ښاروال جهان ګل وايی چې د تجايی په نوم د پيسو زياتوالى د وزيرانوشورا پريکړه ده چې په ټول هيواد كې اخيستل کيږي.
 
ښاروال مني چې په لازم ډول ښاري خدمتونه ندي شوي خو ده يې لامل د خوست ښار نه پراختيا او زياته ګڼه ګوڼه په ګوته كړه، دى د خپلې استعفا په اړه وايي چې دا د څو كسانو شخصي نظرونه دي خو په خبره يې كه د ټولو خوست اوسيدونكي ترې د استعفاغوښتنه وكړي، نو دى به يې هم ومني.