په افغانستان کې د واورې او باران له امله دولس تنه مړه شوي



د افغانستان په مرکزي او لويديځوولايتونو کې د سختو واورو او بارانونو له امله تر اوسه دولس تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی. د دايکندي والي قربانعلي ارزګاني ويلي، چې د دغه ولايت په مرکز او سنګ تخته ولسوالۍ کې د سختو واورو له امله څلور تنه مړه شوي. د باميان والۍ حبيبه سرابي بيا په باميان کې د د دوو کسانو د مړينې خبر ورکړی دی.
بل خوا په فراه ولايت کې په سېلابونو کې د يوه موټر له لاهوکېدو سره شپږ تنه ، چې دوې پکې  مېرمنې وې، مړه شوي دي.
د کابل او شمال ترمنځ د سالنګ لويه لاره هم له دوو ورځو راهيسې د واورو له کبله تړل شوې ده.