ګلاب منګل: دهلمند درې ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې دي



دهلمند والي ګلاب منګل رسنيو ته ويلي، چې دوی دهلمند اکثره سيمې د طالبانو له ولکې خلاصې کړي او اوسمهال يوازې درې ولسوالۍ (ديشو، واشير او باغران) د طالبانو په ولکه کې دي.
په وروستيو وختو کې امريکايي چارواکي په هلمند او کندهار کې د طالبانو پر وړاندې د پرمختګونو خبرې کوي، خو دا نه ده ښکاره چې دا يوازې د ژمي لاسته راوړنې دي او که په راتلونکي سپرلي کې به هم د برياليتوب دعوا وکړای شي.