د غزني د سرو زرو کان به په راتلونکو پنځو کلو کې تر ټولو ستره پروژه وي

د هغو نويو مالوماتو له مخې چې د افغانستان د کانونو وزارت له خوا خپاره شوي ، د هغو درې تريليون ډالري زېرمو له ډلې څخه د شپږو په اړه دقيق ارقام ورکړل شوي دي. د کانونو وزير وحيدالله شهراني په وينا ، د غزني په زنا خان سيمه کې د سروزرو او مسو کان چې شاوخوا دېرش ميلياره ډالره ارزښت لري، ښايي په راتلونکو پنځو کلو کې تر ټولو لويه پروژه وي. تر شپېتو ميليارد ډالرو پورې د ليتيم زېرمې په فراه، غزني، نيمروز او فراه کې شته دي . د امريکې د دفاع وزارت وايي، چې په لږه اندازه د ليتيم استخراج ښايي په راتلونکي يوه کال کې پيل شي او په لويه کچه د استخراج چارې ښا يي په راتلونکو 2ـ 4 کلو پورې پيل شي. د عينک په شمال کې د مسو يوه بله لويه زېرمه هم شته ، چې ارزښت يې تر اوسه نه دی اټکل شوی ، همداراز په هرات کې د ۲۹ ميليارد ډالرو په ارزښت د مسو يوه زېرمه شته. د بلخ ولايت په بلخاب کې يوه بله لويه زېرمه شته .چې د هغې ارزښت هم تراوسه نه دی ټاکل شوی ، خو د امريکې دفاع وزارت وايي چې ښايي په راتلونکو پنځو کلو کې دا هم يوه مهمه پروژه وګرځي.