حنا رباني د پاکستان د بهرنيو چارو وزيره شوه

د جمعې په ورځ چې د پاکستان نوې کابينې د لوړې مراسم ترسره کول ، 34 کلنه حنا رباني (خار) د شاه محمود قريشي پر ځای د بهرنيو چارو د وزيرې په توګه وټاکل شوه. حنا رباني تر دې دمخه په مالي چارو کې د دولت وزيره وه. شاه محمود قريشي ته په نوي حکومت کې د اوبو د وزارت وړانديز شوی و ، خو ده يې له منلو ډډه وکړه.
شاه محمود قريشي پر داسې مهال د بهرنيو چارو وزارت له پوست څخه لرې کيږي ، چې له يوې خوا هند او پاکستان پتيلې ده خپل منځي ځنډول شوې خبرې له سره پيل کړي او بل خوا د امريکې او پاکستان تر منځ اړيکې د امريکايی دېپلومات (رايمونډ ډاوېس) د نيول کېدو پر سر ډېرې ترينګلې شوې دي.