په تخار کې د يوې نجلۍ قاتل ونيول شو

د تخار والي عبدالجبار تقوا رسنيو ته ويلي، هغه جلۍ چې پروسږ کال د تخار ولايت په درقد ولسوالۍ کې د يوه جنګسالار له خوا وژل شوې وه او د هغې خور يې هم تښتولې وه، د هغې قاتل يې نيولی دی. تقوا نه دي ويلي چې آيا هماغه تورن جنګسالار يې نيولی دی او که کوم بل څوک يې د قاتل په نامه نيولي دی. د تقوا په وينا ، چې قاتل يې څارنوالۍ ته معرفي کړی.