د کونړ
د امنيې قومندان خليل الله ضيايی خبر ورکوي، چې پرون طالبانود کونړ ولايت د اسمار
په ولسوالۍ کې د آيساف ځواکونو پر يوه کتار بريد وکړ. ضيايي وايي، چې د دواړو
خواوو ترمنځ ډزو کې درې تنه ملکي وګړي ، چې دوې يې مېرمنې او يو تن يې نارينه دی،
وژل شوي خو د آيساف ځواکونو ته کوم زيان نه دی اوښتی. طالبانو دتر اوسه د دغه بريد
په اړه کومه تبصره نه ده کړې.
وروستي