محمد حسين طنطاوي

په مصر کې د2011 ز دجنورۍ  د25 نېټې لاریون به تر ډېره دملتونو په حافظه کې ثبت شي تاریخپوهان او تاریخ لیکوال به  دا لاریون  دخپل ډول بېساری اوستر هغه وبولي  ،چې په سیمه اونړۍ کې ېې اټکلونه او حسابونه بدل کړل دا دفرانسې او ایران  له انقلابونو څخه هم  ستر هغه دی  ځکه دا وار له  مخه پلان شوې انقلاب نه  و مشران او رهبران ېې نه درلودل . دمصري او اسراییلي  استخباراتو په ګډون نورو ډېرو ېې اټکل هم نه کاوه،چې په یوه شېبه کې دې مصریان راپورته او  دنظام ړنګېدل دې وغواړي . راځې په لاندې کرښو کې دهغه چا ژوند لیک ته تم شو ،چې دا اټکل ېې هم نه کاوه ،چې دا به دمصر واکمن شي .
محمد حسین طنطاوي  دمصر لوی درستیز او دفاع او جنګ وزیر  د1935 ز داکتوبر پر 31 په مصر کې نړۍ ته سترګې پرانېستې  دي ، موروپلار ېې دواړه  مصریان دي  په 1956 ز کې  له حربي پوهنتون فارغ شوی دی .
په 1967 ز په جګړه کې ېې ونډه درلوده پردې سربېره د 1973 ز داکتوبر په جګړه کې  دپلیو ځواکونو دیو کنډک مشر و ،چې همدامهال ېې دخپلې زړورتیا له کبله  دزړورتیا نښان تر لاسه کړ په 1975 ز کې په افغانستان او پاکستان کې دمصر نظامي اتشه و . طنطاوي  له اسراېېلوسره  په دریوجګړوکې برخه اخستې ده پردې سربېره ېې په 1956 ز کې دسویس په جګړه کې هم ونډه درلودله  .
طنطاوي  دخپل نظامي ژوند په اوږدو کې دمصر په پوځ کې ډېرې  دندې ترسره کړې دي  ، خو دحسني مبارک دواکمنۍ پر مهال  په 1988 ز کې  دولسمشر دګارډ مشر شو  بیا ورپسې دوسله والو ځواکونو  لوی درستیز په توګه وټاکل شو  بیا په 1991 ز کې د دفاع او جنګ وزیر شو په 1993 ز کې دحسني مبارک  دځانګړې فرمان له مخې  دستر جنرال  رتبه ورکړل شوه .
دطنطاوي  مهمې دندې  :
داپراسیون  او پلیو ځواکونو مشر .
په پاکستان کې نظامي اتشه .
په افغانستان کې نظامي اتشه .
 دپلان څانګې  مشر .
دپوځ  دښوونې او روزنې د څانګې مشر .
دپلیو دلواء مشر
دولسمشر دګارډمشر
لوی درستیز ، دفاع  وزیر
حسین طنطاوي  دخپلې وړتیا له مخې  په لسګونو مډالونه  او ستاینلیکونه تر لاسه کړې دي ،
اوس خبره داده ،چې حسین طنطاوي به وکولای شي ،چې دسیمه ییزو اونړیوالو مختلفو غبرګونونو په ترڅ کې مصر داسې اداره کړي ،چې ټول خوښ اوسي . له 1967 ز او 1973 ز را وروسته  دا درېیم ځل دی ،چې  پوځ دمصر دترینګلي سیاسي وضعیت په اړه غونډه کوي ، خودا ځل ېې توپېر داو ،چې مبارک او سلیمان  په کې نه  ددې مانا داده ،چې پوځ جدي دی او روان وضعیت  اندېښمن کړې دی په ار کې دا پوځ دې  ، چې له 1952 ز رادیخوا مصر اداره کوي  او ان دا ،چې خپله دمبارک  په  ټاکنه کې ،چې هغه مهال په پوځ کې دهوايي ځواکونو عمومي قومندان  و د پوځ رول له ورایه جوت  و، خو مبارک یوه چالاکي دا وکړه ،چې پوځ ېې له سیاسته ګوښه کړ او په نظامي او مدني صنعتونو کې ېې بوخت کړ همدا ده ،چې دمصر پوځ د سیمې دنورو پوځونوپه پرتله  د هېواد 15% اقتصاد کنترولوي  او په مختلفو برخو کې ېې پانګونه کړ ې ده .
د مرستیال ولسمشر عمر سلیمان  له وروستیو څرګندونو اوس داسې معلومیږي  ،چې په مصر کې دیموکراتیک بدلون  یو څه ستونزمن  ښکاري  او خپله په پوځ کې هم دوه څیرې دي ،یوه خپله حسین طنطاوي دی ،چې په پخواني شوروي اتحاد کې ېې زده کړې  تر لاسه  کړې دي  او بل جنرال سامي عنان دی ،چې  دطنطاوي په پرتله  امریکا ته ډېر نږدې  دی په امریکا کې ېې پوځي زده کړه کړې ده او امریکایي چارواکو ته ېې دا خبره کړې ده ،چې پوځ به دولتي موسسې ساتي نه سیاسي شخصیتونه  دوروستیو پېښو پر مهال پوځ بهرنۍ تګلار او سیاست  په خپل ګروت کې ونیوه خبره بیا دومره شوه ،چې دامریکا ددفاع وزیر روبرټ  ګېټس  هم دپوځ ستاېنې ته اړ شو . ځینې شنونکې وايي : مبارک ځکه له وخته  وړاندې ګوښه شو لامل ېې دا و چې پوځ پرې نور باور نه درلود  او لاس ېې ورنه  واخسیت  په مصر کې پوځ ته دولسمشر جوړونکې په  توګه کتل کیږي .
 
جنرال سامي عنان :
جنرال سامي په مصر کې دوروستیونا ارامیو پر مهال په واشنګټن کې و ،چې سمدلاسه بېرته راوګرځيد جنرال سامي د 1948 ز په فبرورۍ کې  د الدقهلیة  ولایت  په سلامون القماش  کلي کې زیږېدلې دی .
دفرانسې په ارکانحرب  پوهنځي  کې ېې زده کړې دي  بیا ېې لوړې زده کړې  دجمال عبدالناصر  دحربي زده کړو په پوهنتون کې  تر لاسه  کړ ېدي .
الشرق  الاوسط ورځپاڼه  کاږي : جنرال عنان دهوايي دفاع  په برخه  کې یو شمېر لنډمهالي کورسونه  په فرانسه  او روسیه کې  لوستې  دي  . نوموړي  په  امریکا کې هم ډېرې نظامي زده کړې  تر لاسه  کړې دي وروستۍ هغه ېې د 2011 ز دجنورۍ  27 نېټې کورس ، چې په پنتاګون کې جوړیږي  او د دفاع  مرستیال وزیر الکسندر فیرتڅو هم په کې برخه اخلي . جنرال دهمدې کورس پر مهال اړ شو ،چې مصر ته راوګرځي  نوموړی یو له هغو جنرالانو و ،چې دلاریون  کوونکو پر وړاندې  د زور کارونې  مخالفت  کاوه ، متحده ایالاتو ، اخوان المسلمین  جنرال سامي ستایلې دی او دا ېې یو له هغو جنرالانو شمېرلې دی ،چې په مالي فساد نه دی تورن شوې  او دمبارک ښه ځایناستی کېدای شي .
 
دولسمشرانو جوړونکی 
له 1981 ز رادیخوا د پخواني ولسمشر حسني مبارک  نظام او واکمني دپوځ په زور ولاړه  وه دمصر څلور واړه ولسمشران  محمد نجیب  1953 ز  جمال عبدالناصر 1954 ز انور السادات  1970 ز او حسني مبارک 1981 ز ، چې په 2011 ز کې  دپراخه ولسي پاڅون  په ترڅ کې له دندې ګوښه شو .
دا څلور واړه ولسمشران  دپوځ له  ګریوانه  راوتي وو،چې اوس ېې مشري دحسین طنطاوي  پر غاړه ده اوس دا خبره له وخته  وړاندې ده ،چې حسین طنطاوي به په واک کې پاتې شي او که به واک ملکي  وګړو ته ولیږدوي  .
دمصر پوځ :
دمصر پوځ ټول 468500 کارکونکي لري  ،چې په دې برخه کې 479 زره احتیاطي دي .
پوځ
له 280 زره نیولې تر 340 زره دي .
جګړیز (محاربوي )ټانکونه: 3723  په دې کې 973  ټانکه د A-1 او M-1 دي .
رادارونه  : 410
دپلیو ځواکونو جګړیز ( محاربوي ) جیبونه  610
دسرتېرو لېږد زري  موټرې 4160
توپونه 4480  ،چې 492 ېې  ځای پر ځای نصبیږي او 962 ېې بیا انتقالیدای شي .
هاوان  : 2528
له ځمکې – هوا ته دفاعي توغندي 2100
ځمکې – ځمکې توغندي له  42 ډېر .
 سمندري ځواکونه  :
 سرتیري 18500
ا  4 اوبتلونه
 10 جنګي بیړۍ
 دسمندري ګزمو بیړۍ
هوايي ځواکونه :
دکارکونکو شمېر ېې نږدې دېرش زره دی ،چې په دې کې بیا لس زره  سرتیري دي .
. دمصر دپوځ هوايي ځواک په منځني ختیځ کې دخپل ډول بېساری هغه دی  مصر ټولې  461  الوتکې لري په دې کې 165 جنګي هغه دي ،چې 26  ېې F-16 دي  12 نورې ېې بیا F-16B دي  74 ېې میګ 21-F دی او 53 ېې میراج دي . پردې سربېره مصر 4  استخباراتي  الکترونېکې الوتکې لري او 125 الکترونیکې  هلیکوپټر لري  .
پردې سربېره مصر 150 زره دهوايي دفاع دمشرتابه  ځواکونه دی او ددې ترڅنګ دمشرتابه  ځواکونه دی او ددې ترڅنګ 397 زره  نیمه نظامي سرتیري لری ،چې  داستخباراتو ، جمهوري ګارډ او دسرحدي پولیسو تر څنګ  دنده تر سره کوي .   
دوسله والوځواکونوعالي شورا  په مصر کې تر ټولو ستر نظامي ځواک  او شورا ده  مشري ېې د وسله والو ځواکونو دسراعلی قومندان په توګه  ولسمشر کوي او غړي ېې دفاع وزیر ، لوی درستیز ، استخباراتورېېس ، په مصر کې دمرکزي  سیمو والیان  د سمندري ، ځمکنیو او هوايي ځواکونو مشران  دي .