په مصر کې پريوه زندان بريد شوی او 600 بنديان تښتېدلي



المحيط خبر ورکوي، چې پرون يو شمېر وسله والو کسانو د قاهرې په ختيځ کې د المرج پر زندان بريد کړی او له دغه زندان څخه يې 600 بنديان ايستلي دي. د خبر له مخې د زندان 90 سلنه بنديان تښتېدلي دي. دا دوهم ځل دی چې پر دغه زندان بريد کيږي. د بريد مسووليت تراوسه چا پرغاړه نه دی اخيستی او دا هم نه ده څرګنده چې تښتېدلي بنديان څوک دي.