د مصر د بهرنيو چارو پخواني وزير او د عربي اتحاديې مشر عمر موسی ويلي، چې په راتلونکو څو اوونيو کې به د عربي اتحاديې له مشرۍ استعفا وکړي. د يوې پوښتنې په ځواب کې چې ايا دی به د مصر د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې ځان کانديد کړي او که نه ، موسی ويلي چې خپل دريځ به د مصر په اساسي قانون کې تر اصلاح او تصويب وروسته اعلان کړي او خپل کانديد کېدل يې شوني وګڼل .
وروستي