د افغانستان، پاکستان او امريکې درې اړخيزې خبرې وځنډول شوې

د امريکې حکومت د افغانستان ، پاکستان او امريکې ترمنځ هغه درې اړخيزه خبرې، چې په پام کې وې د فبروري په 23 او 24 نېټه ترسره شي ، وځنډولې. په رسمي توګه د امريکې له خوا د ځنډولو لامل نه دی په ګوته شوی ، خو په پاکستان د امريکايي دېپلومات (رايمونډ ډاوېس) نيول کېدل د امريکې او پاکستان تر منځ اړيکې ډېرې خړې کړي دي. ډاوېس د جنوري په 27 نېټه تر هغې وروسته چې په لاهور کې يې دوه تنه پاکستانيان په ډزو ووژل، بندي شوی دی. ډاوېس وايي چې وژل شويو کسانو غوښتل دی وتښتوي او ده له ځانه دفاع کړې ده . امريکې وويل، چې ډاوېس دېپلوماتيک مصوونيت لري او د ده د سمدستي خوشې کولو غوښتنه يې وکړه، خو پاکستان د امريکې غوښتنه نه ده منلې او وايي چې ډاوېس د يوې خصوصي شرکت لپاره کار کاوه.