له پخوا څخه دا
خبرونه تر لاسه شوې دي ،چې ایران دافغانستان په سویل کې له وسله والو مخالفینو سره مالي او نظامي مرستې کوي دا ډول څرګندونې وخت
ناوخت ناټو او ځینو افغان چارواکو هم منلې
دي .
اوس داسې خبرونه
تر لاسه شوې دي ،چې چین دخپل دودیز ملګري هېواد پاکستان له لارې
له وسله والو مخالفینو سره
مالي او نظامي مرستې کوي .
په افغانستان کې
مېشت بهرني او امریکايي ځواکونه غواړي ،چې منځنۍ اسیا ته د چین درسیدو مخه ونیسي او دګوادر بندر ،چې دچین په پانګونه او ملاتړ اوس جوړېدو ته نږدې شوې دی .
امریکايان او
هندوان غواړي ،چې دپاکستان ناارامه ایالت
بلوچستان نور هم ناارامه شي او دچین دا
هیله پوره نشي .
له بلې خوا ، له
هلمند ولایت څخه دبرتانوي ځواکونو وتل او هلته دامریکايي هغو ځای پر ځای کېدل دچین دهڅو
مخنیوی دی . پردې سربېره امریکا کولای شي
،چې دافغانستان له سویله ایران او چین
وڅاري .
وروستي