مصري چارواکي د سترې محکمې له اجازې پرته سفر نشي کولی

د مصر امنيتي سرچينو ويلي، چې د دغه هېواد چارواکي د سترې محکمې او يا پوځ له اجازې پرته بهر ته سفر نشي کولی.
د خبري رسنيو د رېپوټونو له مخې د مصر په هوايي ډګرونو کې امنيتي ځواکونه د دې څارنه کوي، چې د حسني مبارک د واک پر مهال چارواکي په تېښته بريالي نشي.