په الفتح ګوند لوی مرکچي صایب عریقات دهغو لاسوندونو لامله استعفا ته اړ شو ،چې دوه اونۍ وړاندې الجزیرې تلویزون خپاره کړي وو . نوموړی له 2003 ز له اسراېېلو سره دالفتح ګوند مرکچي و عریقات دخپلې استعفا لامل دا وښود زه دا پړه منم ،چې زما له دفتره دا لاسوندونه غلا شوې دي او یوې باورې سرچینې دا لاسوندونه الجزیرې تلویزون ته سپارل دي .
ددې لاسوندونو منځپانګه دفلسطین دستونزې وروستی حل ، القدس ، ګډوال ، اوبه ، پولې ، داسراېېلو له اړخه دناقانونه میشتځایونو ابادول ، و ،چې الفتح ګوند په اکثرو ډېرو موضوعاتو کې له خپل حق څخه تېر شوې و .
یوې بلې سرچینې القدس العربي ورځپاڼې ته ویلې دي ، چې دڅیړنو کمیسون دهغو لاسوندونو په اړه خپلې څیړنې دالفتح مشر محمود عباس ته وړاندې کړې دي او داسې ښکاري ،چې صایب عریقات په دې لاسوندونو کې رښتیا هم پړ بلل شوې دی .
وروستي