حسني مبارک بېسده دی

د (( الوسط)) خبري رسنۍ د رېپوټونو له مخې د حسني مبارک روغتيايي حالت ډېر ناوړه دی او نوموړي ته نږدې کسانو ويلي، چې په بشپړه توګه بې هوشه دی.
يادې سرچينې وايي، چې نوموړی د پنجشنبې په شپه هم دوه ځله هغه مهال بېسده شوی و، چې د مصر خلکو لپاره يې خپله وينا ثبتوله. ويل کيږي، چې دغه وينا د مونتاژ په واسطه خپريدو ته چمتو شوې وه.
حسني مبارک له قاهرې نه شرم الشيخ ته رسيدلی و او نوموړی د سرطان په ناروغۍ اخته دی. له دې سره سره ، چې اويا ميليارده ډالره د مصر د ملت پيسې يې اختلاس کړي او ديرش کاله د جمهور رييس په توګه پاتې شوی بيا هم دا هر څه ورته کم دي .